'د ټرمپ او بایډن مناظرې د نور نظم او اضافي تدابیرو اړتیا په ډاګه کړه'

د ډونالد ټرمپ او جوبایډن مناظره

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ د مناظرې تنظیموونکي وايي سږنۍ بې‌نظمه ټلوېزیوني مناظره د هغو مسایلو په اړه په بحثونو کې چې رأی ورکوونکي باید پرې پوه شي د نور نظم او اضافي تدابیرو اړتیا په ډاګه کړه.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن او ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه په ۹۱ دقیقې بې‌نظمه ټلوېزیوني مناظره کې سره مخامخ شول چې په ترڅ کې یې پر یو بل لفظي حملې وکړې، سپکې سپورې یې وویلې او د یو بل خبرې یې اخلال کړې.

د ولسمشرۍ د مناظرې کمېسیون پرون د سپټمبر په ۳۰مه په یوه بیان کې وویل چې په راتلونکو دوو مناظرو کې د ښه نظم د راوستو لپاره به ډېر ژر یو لړ اضافي تدابیر اعلان کړي.

داسې وړاندیزونه هم شته چې د مناظرې کوربه باید دا صلاحیت ولري چې د یوه کاندید مایکروفون بند کړي.