هلمند کې پر کروندګرو ۱،۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم وېشل کېږي

ارشیف

د افغانستان کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال به د هلمند ولایت کروندګرو باندې ۱،۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم ووېشل شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته ویلي، روان کال ټول هېواد کې ۵.۱ میلیون ټنه غنم کرل شوي چې ډېری یې تخار، هلمند، کندهار ،نیمروز کې کرل شوي دي.

د ښاغلي رستمي په وینا، په پام کې ده چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت به روان کال ټول هېواد کې ۱۴،۰۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه په ۶۰۰ کرونګرو ووېشي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال په کروندګرو د اصلاح شویو تخمونو وېشل به د غنمو د حاصلاتو بهیر چټک کړي.