د هرات-کندهار پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي

د کندهار نقشه

د هرات-کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاس ورکړ.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه نن سهار په ادرسکن ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۳۰۳ بس له یوه فلاینګ‌کوچ ډوله موټر سره ټکر وکړ.

هغه زیاته کړه: "په وژل شویو کې پنځه سړي، دوه ماشومان او درې ښځې دي. ټول ټپیان هم ملکي وګړي دي."

د ښاغلي فرهاد په خبره په دې پېښه کې اته تنه ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د هرات-کندهار یوه له هغو لویو لارو څخه ده چې ډېرې ترافیکي پېښې په‌کې کېږي.