'ترکیې د ارمنستان یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې'

د ترکیې جنګي الوتکې لوېدل

ارمنستان وایي، د ترکیې 'اف-۱۶' جنګي جټ الوتکې یې یوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.

انقرې سمدستي د ایریوان دغه ادعا نادرسته وبلله.

د ارمنستان د دفاع وزارت یوه ویاند شوشان استی پنیان په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د سوخوی سو ۲۵ الوتکه‌یې د دې هېواد په هوایي قلمرو کې د مأموریت په جریان کې رانسکوره شوې ده.

د هغه په وینا د الوتکې پیلوټ د یوه اتل په څېر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ارمنستان د تېرې ورځې دغه ادعا داسې مهال کېږي چې له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر د دې هېواد جګړه پرون پرله‌پسې درېیمه ورځ روانه وه.

نړیوالې ټولنې له دواړو لورو غوښتي چې شخړې سمدستي پای ته ورسوي.