لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي

د لغمان ولایت نقشه

په لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې بېګا شااوخوا اته بجې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په قلعټک سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.

هغه وايي وژل شوي یوه ښځه او دوه ماشومان دي.

د پېښې درې ټپیان چې ماشومان دي روغتون ته وړل شوي.

د لغمان د والي ویاند که څه هم ونه‌ویل چې دغه مرمۍ د کوم لوري له‌خوا توغول شوې، خو په سیمه کې وخت نا وخت د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ پر یو بل د بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

خو وسله‌وال طالبان بیا د دغې پېښې مسؤلیت پر افغان ځواکونو وراچوي او وایي چې هاوان د افغان ځواکونو له‌خوا توغول شوی دی.