جمهوریت څلورلاري کې ماین چاودنې ۲ پوځيان ټپيان کړي

د کابل نقشه

د کابل د ۱۱مې حوزې په جمهوریت څلورلاري کې یوې ماین چاودنې دوه پوځيان ټپيان کړي.

د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د مقناطیسي ماین دا چاودنه په ۲۰ باندې اووه بجو په یوه فورډ (پوځي موټر) شوې ده.

چا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې شوي.

د افغانستان په پلازمېنه کې دا چاودنه داسې وخت کېږي چې هلته په دوحه کې د افغانستان د دولت پلاوی او طالبان د سولې په خبرو بوخت دي او وايي هڅه‌یې ده چې روان تاوتریخوالی ختم کړي.