زلمی خلیلزاد دوحې ته روان شوی

زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد ویلي له روانو خبرو دا تمه ده چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره د لارې نقشې او یو تلپاتي او هر اړخیز اوربند په لور پرمختګ وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیلزاد نن دا خبره په خپل ټویټر لیکلې.

هغه ویلي د دوحې او سولې په لور روان دی څو له شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو او سولې پسې سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ او د ودې د پراختیا په اړه وغږېږي.

ښاغلی خلیلزاد داسې وخت دوحې ته روان شوی چې هلته د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ خبرې روانې دي.