د نګورنو قره‌باغ​​​​​​​ لانجمني سیمې پر جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي. 

د ارمنستان او اذرباییجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره‌باغ لانجمني سیمې پر سر وسله واله شخړه نن درېیمې ورځې ته وغځېده.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د دې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه شوې، دواړه لوري یو او بل جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.

په دې جګړه کې له دواړو لوریو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې په یونان کې له خپل سیال سره تر کتنې وروسته، په یوه کنفرانس کې د ناګورنو قره باغ د جګړې په اړه وویل: "د یونان د بهرنیو چارو وزیر او ما د نګورنو قره‌باغ پر شخړې خبرې وکړې، اړتیا ده، چې دواړه لوري دغه تاوتریخوالی ودروي او څومره ژر چې ممکنه وي واقعي مذاکرو ته د ستنېدو لپاره د مینسک ډلې له مشترکینو سره له نږدې کار وکړي."

د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي.

بلخوا د ارمنستان دفاع وزارت وايي، وسله واله جګړه په تېزۍ سره روانه ده.

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ناوخته پر دې جګړې د بحث لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.