عبدالله: هېچا ته د تروریزم په هدف له خپلې خاورې د ګټنې اجازه نه ورکوو

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، افغانستان هېچا ته د تروریزم په هدف له خپلې خاورې د استفادې یا ګټنې اجازه نه ورکوي.

عبدالله عبدالله نن په اسلام اباد کې د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې وویل: "موږ په خپل هېواد کې د تروریزم موجودیت نه غواړو، نورو اشخاصو ته هم اجازه نه ورکوو چې له دې خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، اوسنۍ مذاکرې تر ټولو غوره هیله ده، چې له زغم څخه په استفاده د جګړې د ختمېدو سبب شي."

عبدالله عبدالله چې پرون پاکستان ته لاړ نن او سبا هم د پاکستان له عالي رتبه چارواکو سره خبرې کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو میاشتې مخکې په یوه راپور کې وویل، تر ۶۰۰۰ زیات پاکستاني جنګیالي او په القاعده پورې تړلي څوسوه وسله‌وال په افغانستان کې فعال دي.