پاکستان په افغانستان کې د خپلو کارګرو لپاره د ویزې اسانتیا غواړي

د پاکستان د ملي اسامبلې رئیس اسد قیصر

د پاکستان د ملي اسامبلې رئیس په افغانستان کې د پاکستاني وګړو لپاره د کار د ویزو د اسانتیا او په افغانستان کې پاکستاني قونسلي چارواکو ته په افغان زندانونو کې د پاکستاني بندیانو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

دا معلومات د پاکستان د ملي اسامبلې پر رسمي ټويټرپاڼه د دوشنبې په ماښام خپاره شوي.

د معلوماتو له مخې د پاکستان د ملي اسامبلې رئیس اسد قیصر دا غوښتنې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په اسلام‌اباد کې د دوشنبې په ورځ د لیدو پر مهال مطرح کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي عبدالله او ښاغلي قیصر په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

ده زیاته کړه: "زموږ تمه دا ده چې دا سفر به وکړای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي. هغه ژمنې چې وشوې په صادقانه توګه عملي شي."

ټاکل شوې ده د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن د سې شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره وویني.