د جرمني صدراعظمې د روسیې سیاسي مخالف 'الکسي ناوالني' سره لیدلي

د روسیې عمده سیاسي مخالف الکسي ناوالني

د روسیې عمده سیاسي مخالف الکسي ناوالني تایید کړه چې د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل یې لیدو ته ورغلې وه.

ناوالني وروسته یوه ورځ وروسته له هغه د انګېلامېرکل د لیدنې خبر په خپل ټوېټر ورکړ چې د جرمني دیر شپیګل مجلې راپور ورکړ انګېلامېرکل له ناوالني سره چې په روغتون کې و یوه پټه لیدنه کړې وه.

ناوالني په خپل ټویټر زیاته کړې چې د دې او د جرمني د صدراعظمې لیدنې ته باید مخفیانه ونه ویل شي ځکه د ده په خبره دا یوه خصوصي لیدنه وه او انګېلامېرکل یې له کورنۍ سره هم وغږېده.

الکسي ناوالني ۳۲ ورځې د برلین په یوه روغتون کې بستري و.

اروپايي متخصصینو ویلي چې ناوالني د نوویچوک په نوم د یوې زهري مادې په واسطه بې سده شوی و.

ناوالني وروسته له هغه د اګسټ په ۲۲ له روسیې برلین ته انتقال شو چې د روسیې په سایبریا کې تر بې سده کېدو وروسته کوما ته ولاړ.

الکسي ناوالني چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو سرسخته منتقد دی تېره اوونۍ له روغتون ووت او لا هم په جرمني کې دی.