د پلچرخي زندان یو شمېر بندیانو د نه خوړولو اعتصاب کړی

ارشیف

یو شمېر کسان د کابل د پلچرخي زندان بندیان دي ادعا کوي، چې په دغه زندان کې یو شمېر زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی.

یو شمېر دوی په تیلیفون ازادي راډیو ته ویلي، له بندیانو سره ناوړه چلند، د ناسمو خوړو ورکړه او د دوی د خلاصون په برخه کې د جمهور رییس د قرمان نه تطبیقېدل یې د اعتصاب مهم موارد دي.

په دغه زندان کې نېږدې۷۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.

یو شمېر کسان چې ادعا کوي په دغه زندان کې بندیان دي وايي، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې دوی ته د پایوازانو ورتګ بند شوی او نشي کولای خپل د کورنۍ غړي او دوستان وګوري.

یو تن بندي شمس الرحمن وویل: "ډوډۍ خرابه ده، زموږ په ډوډۍ کې غلا روانه ده، موږ باید د ولسمشر د فرمان له مخې ازاد شوي وای خو لاهم په زندان کې یو، دغه بې عدالتي چې زموږ پر وړاندې روانه ده د همدې وضعیت په خاطر مو په دغه اعتصاب لاس پورې کړی."

یو بل بندي محمد نعیم ویلي: "هغه کسانو چي واسطه درلوده هغه ووتل، هغه چا چې پېسې درلودې هغوي ووتل، هغه چا چې طالبانو کې واسطه درلوده هغه ټول ووتل، دغه ډول بې نظمي روانه ده."

زندانیان وايي، هغه بندیان چې واسطه لري پایوازان یې د لیدو لپاره راتلای شي خو هغه څوک چې واسطه ونه خپل د کورنۍ غړي او دوستان یې نشي لیدلای.

له زندان نه خوشې شوي طالب بندیان

دوی دغه د افغانستان د جمهور رییس هغه فرمان ته هم اشاره وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر یې د لس زره زندانیانو د خوشې کېدو په اړه ورکړی و او د دوی په خبره چې پر بنسټ یې باید خوشې شوي وای.

محمد اشرف غني اووه میاشتې مخکې په یو فرمان کې لویې څارنوالۍ او د زندانیانو د تنظیم د چارو ریاست ته د ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کېدو امر ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان لویه څارنوالۍ هغه مهال وویل چې په دغه فرمان کې ترهګر، د ملي او نړیوال امنیت پر ضد مجرم زندانیان نه دي شامل.

لويې څارنوالۍ دغه شان ویلي و، چې په خوشې کېدونکو زندانیانو کې ښځې، ماشومان، ناروغان، د لوړ عمر کسان او هغوی چې د حبس موده‌یې تر پنځو کلونو لږ وي او دغه شان شان هغه زندانیان چې د جرم کچه‌یې ټیټه وي، شامل دي.

زندانیان ګواښ کوي که یې غوښتنې ونه منل شي د خپل ژوند په بیه به دې اعتصاب ته دوام ورکړي.

خو د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني بیا په پلچرخي زندان کې د زندانیانو د روان اعتصاب په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډېریو دغو اعتصاب کوونکو زندانیانو غوښتنه دا ده، چې له قید او شرط پرته باید خوشې شي، چې د فرمان له روحیې سره په ټکر کې ده، د زندانونو د چارو اداره د فرمانونو د موادو پر بنسټ عمل کوي او د فرمانونو د موادو خلاف د بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري."

فرهاد بایاني

نوموړی وايي، څوک چې په فرمان کې شاملېږي دوسیې یې تر جدي څېړنو لاندې دي.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره د زندانیانو د نورو ستونزو د څېړلو خبره هم کوي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ټول هېواد کې د پایوازانو د تګ پروسه هم بېرته عادي شي.

د دې ادارې مسئولین وايي، دغه ګام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړی و.

خو د اعتصاب کوونکو د شمېر په اړه څه نه وايي.

د دغې ادارې دمعلوماتو پر بنسټ د تر اوسه شاخوا شپږ زره زندانیان چې ماشومان، ښځې او ډیر عمر لرونکي کسانو وو خوشې شوي دي.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال د دغه هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۲۵ زره زندانیان د مخلتفو جرمونو له امله بندیان دي.