د افغان دولت مرکچي ټيم نن هم د کړنلارې په لانجمنو مسئلو خبرې کوي 

د افغان حکومت پلاوی د سولې خبرو باندې بحث پر مهال

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت مرکچي ټيم وايي نن به هم د کړنلارې په لانجمنو مسئلو له طالبانو سره خبرې وکړي.

د مرکچي ټیم او تماس ډلې غړي نادر نادري په یوه کنفرانس کې وویل: "زموږ کوښښ همدې کې دی چې بحثونه په دغو دوو لانجمنو مسئلو باندې خلاص شي. نن به هم ان‌شاءالله مجلسونه ولرو. تعهد مو همدا دی چې ګډه لاره ورته پیدا کړو او لاړ شو اصلي بحث ته، اصلي بحث افغانانو ته اوربند دی، د تاوتریخوالي کموالی دی او دا چې جنګ بند شي او افغان وژنه ودرېږي."

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیان د سپټمبر له ۱۲مې په دوحه کې خبرې کوي، خو د کړنلارې په اړه په ځینو لانجمنو مسئلو سره موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د دولت پلاوی که څه هم رسماً نه‌وايي چې لانجمنې مسئلې کومې دي، خو طالبان وايي چې له افغانستان ورغلی پلاوی د اساس په توګه د حنفي فقې له ټاکلو او د خبرو لپاره له امریکا سره د طالبانو د تړون د اساس ګرځولو مخالفه دي.