افغان چارواکي: سږ کال د پنبې حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ارشیف

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د نیمروز ولایت د پنبې د کروندو ارزونې ښیي، چې سږني حاصلات به یې پنځه زره ټنو ته ورسېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل،چې تېر کال د دې ولایت د پنبې حاصلات ۵۶۰ ټنه وه خو اوس نږدې لس چنده زیاتوالی ښيي.

هغه زیاتوي: "سږکال د نیمروز ولایت په دوه زره او ۲۵۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې له دغو کرونو څخه به څه باندې پنځه زره ټنه مالوچ راټول شي، دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د نیمروز ولایت د پنبې حاصلات ۵۶۰ ټنه و."

نوموړي یې لامل، پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، د اړتیا وړ درملو او نورو اړین وتوکو وېشل ګڼي او وايي، ترڅنګ یې کروندګرو ته د پنبې ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.

نیمروز، پروان، کنړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، سمنګان، سرپل، هلمند او کابل هغه ولایتونه دي، چې په کې پنبه کرل کېږي.