عبدالله عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

عبدالله عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره لیدلي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته په رسېدو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د دغو خبرو جزییات تر دې دمه نه دي راوتلي.

ښاغلي عبدالله مخکې په خپل ټوېټر هیله ښودلې وه چې دا سفر یې د دوو ګاونډيو هېوادونو په اړیکو په خاصه توګه په افغانستان کې یوې با عزته او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د همکاریو نوی باب پرانېزي.

اخوا د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی چې په دې سفر کې د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي ازادي راډیو ته وویل: "د پخوا په نسبت وضعیت بدل شوی دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې دوه اړخونه چې افغانان دي، دوحه کې مخامخ خبرو ته ناست دي، پاکستان هم هر ډول لازمې اشارې او علامې څرګندوي او د سولې بهیر کې همکارۍ ته جدي دی."

په افغانستان کې د ناټو او اروپايي ټولنې لوړپوړیو استازیو پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر ستایلی او ویلي یې دي چې د دغو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت ملاتړي دي او سیمه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.

عبدالله عبدالله داسې وخت پاکستان ته تللی چې په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو ټیمونه خبرې کوي خو په ځينو لانجمنو مسلو سره ایسار دي.

تمه ده ښاغلی عبدالله په دې سفر کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.