افغانستان د اذربایجان او ارمنستان د روانې شخړې په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانې وسله‌والې شخړې باندې اندېښنه ښودلې او د خلکو په وژنه‌یې خواشینې څرګنده کړې.

د جنوبي قفقاز دغو دواړو هېوادونو پرون یو ځل بیا د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر خونړۍ شخړه وکړه او دواړو لورو ته تر ۲۳ پورې عسکر او ملکیان ووژل شول.

نګورنو قره‌باغ سیمه د اذربایجان د خاورې په توګه نړیوالو په رسمیت پېژندلې، خو له کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغې سیمه کې د بیا اوربند او د لانجې د سیاسي حل غوښتونکي دي.