اذربایجان او ارمنستان د نګورنو قره‌باغ پر سر نن هم جګړې ته تیاری نیولی

نګورنو قره‌باغ کې ځواکونه

اذربایجان او ارمنستان د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر نن د دوهمې ورځې لپاره هم جګړې ته تیاری نیولی دی.

د جنوبي قفقاز د دغو هېوادونو ترمنځ وسله‌واله شخړه پرون پيل شوه چې د تېرو څلورو کلونو ورته جګړو په پرتله خونړۍ وه.

په پرونۍ نښته کې ۲۳ عسکر او ملکیان ووژل شول او دواړو لورو دغې سیمې ته نږدې هليکوپټرې، بې‌پیلوټه الوتکې او ټانګونه لېږلي دي.

پر دې شخړې د سیمې هېوادونو له هغې ډلې روسیې او ترکیې غبرګون ښودلی او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

دا مهال دواړو هېوادونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی دی.