د دولت او طالبانو تماس ډلو پرون د کړنلارو پر اختلافي مسئلو بحث وکړ

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغانستان دولت او طالبانو د تماس ډلو یکشنبه د ( ۱۳۹۹ د تلې ۶مه) په ماښام د کړنلارو په اختلافي مسئلو بحث کړی.

دا خبره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي رادیو ته وکړه.

هغې زیاته کړه: "یکشنبه ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او مقابل لوري تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده. دغه جلسه چې څو ساعته‌یې دوام وکړ په‌کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو. دغه بحثونه به ادامه ولري."

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم تأیید کړې چې د تماس ډلو ناسته درلوده.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شوې، خو دواړه ټیمونه لا د بحثونو د کړنلارې په جوړولو موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

طالبانو ټينګار کړی چې د ستونزو د هواري لپاره حنفي فقه او له امریکا سره د دوی تړون اساس وګرځول شي.

د راپورونو په اساس له افغانستانه ورغلی پلاوی له دې مسئلو سره مخالف دی او تر ډېره همدا دوه مسئلې د روانو خبرو لانجمن مسایل یاد شوي چې څو ورځو بحثونو لا هم نه‌دي هوار کړي.