د نګورنو قرهباغ په سیمه باندې د اذربایجان او ارمنستان جګړه تر پرون ناوخته روانه وه.
د ارمنستان او اذربایجان حکومتونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او یو بل د یکشنبې د جګړې په پيل کې پړ بولي.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان پرون ویلي حکومتیې وروسته له هغه د بېړني پوځي حالت پرېکړه وکړه چې اذربایجان د نګورنو قرهباغ په ملکي مېشتو سیمو هوايي بریدونه او د توپونو ګولۍ وویشتلې.
ارمنستاني چارواکو تر یکشنبې ناوخته د خپلو ۱۶ پوځیانو وژل کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي د اذربایجان په بریدونو کې ۱۰۰ ملکیان هم ټپیان شوي.
د اذربایجان چارواکو هم خپل لور ته مرګژوبله تأیید کړې، خو یوازې یې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو شمېرې خپرې کړي.
اذربایجان ویلي د یوې کورنۍ پنځه غړي په نفتالا سیمه کې وژل شوي او ۱۶ نور ملکیان ټپيان دي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وویل چې پوځیانو یې د ده په خبره د دښمن ګڼ اهداف لهمنځه وړي.
هغه زیاته کړه: "د ارمنستان وسلهوالو ځواکونو له څو لورو زموږ په پوځي مرکزونو او سیمو د بېلابېلو وسلو له هغې ډلې توپونه مرمۍ ویشتلې دي. د دښمن د دغو بریدونو په نتیجه کې زموږ پوځیانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې. خدای دې زموږ شهیدان وبخښي وینه بهیې په ځمکه پرېنږدو. اذربایجان هر وخت د دښمن پوځي اهداف په نښه کوي او تر اوسهیې د هغوی ډېر پوځي تجهیزات لهمنځه وړي دي."
د اذربایجان پارلمان د پرونۍ پېښې په خاطر په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی.
اخوا د نګورنو قرهباغ جلا غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې د اذربایجان څلور هليکوپټرې یې نسکورې کړي او ارمنستان هم ویلي چې د اذربایجان ۱۵ بېپيلوټه الوتکې او ۱۰ ټانکونهیې لهمنځه وړي دي.
د ارمنستاني او جلا غوښتونکې ډلې د چارواکو دا ادعاوې د اذربایجان چارواکو رد کړي.
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ دې تازه نښتو ژر د سیمې د څو هېوادونو غبرګون پارولی او له دواړو لورو یې غوښتي چې تاوتریخوالی بند او خبرې وکړي.
ترکیه چې د اذربایجان پلوي ده ویلي ارمنستان باید ژر بریدونه بند کړي ځکه سیمه کړکېچنه کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل ټویټر لیکلي چې انقره له اذربایجان سره ده او ملاتړ تهیې دوام ورکوي.
د ترکیې د دې دریځ په غبرګون د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په خپل ټویټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ترکیه دې پرېنږدي په دې مسئله کې لاسوهنه وکړي.
ایران چې د دواړو هېوادونو ګاونډی دی هم دې نښتو اندېښمن کړی.
Iran is closely monitoring the alarming violence in Nagorno-Karabakh. We call for an immediate end to hostilities and urge dialogue to resolve differences. Our neighbors are our priority and we are ready to provide good offices to enable talks. Our region needs peace now.
— Javad Zarif (@JZarif) September 27, 2020
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر لیکلي چې ایران په نګورنو قرهباغ کې د اندېښنې وړ تاوتریخوالی څاري او د خبرو له لارې د مخالفتونو ژر تر ژره هواری غواړي.
ظریف چمتووالی ښودلی چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د خبرو اسانچاري وکړي.