د حکومت مرکچي پلاوی: مونږ پر طالب مرکچي پلاوي ډېر بدګمانه نه یو

قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور

په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وایي، دواړه لوري هڅه کوي چې پر بنسټیزو بحثونو مخامخ خبرو ته ولاړ شي او دا کار وخت غواړي.

عطاالله لودین په هغو څرګندونو کې چې نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت خپرې کړي وایي، اجنډا ته په داخلېدو به د دوی اصلي غوښتنه اوربند وي.

دی وایي، بحثونه یې پېچلي، خو دوی یې په اخلاص مخته بیایي او پر طالبانو هم بدګمانه نه دي.

هغه زیاته کړه: "مونږ چې له کوم فکر، ارادې او نظر سره راغلي یو، هغه کې ډېر صداقت دی، ډېر اخلاص دی، زمونږ هدف همدا دی هرڅومره ژر چې امکان وي، دې ملک کې جنګ ودرېږي او عادلانه سوله راشي، تر کومه چې په مقابل جانب اړه لري، مونږ پر هغوی هم ډېر بدګمانه نه یو"

ښاغلي لودین له طالبانو وغوښتل چې پر افغانانو ورحمېږي او جګړه ودروي.

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان به یوه سیاسي جوړجاړي ته تر رسېدو مخکې ممکن اوربند ونه کړي، خو اورکم عملي کولای شي.