ارزګان کې د ماشومانو ژوند د ګوزڼ او شري ناروغیو له خطر سره مخ دی

ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول

ارزګان روغتیايي چارواکي وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ګڼو ماشومانو ژوند د شري او ګوزڼ د ناروغیو له خطر سره مخ دی.

د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي له تېرو دوه کلنو راهیسې یو لک او شپاړس زره ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد له واکسینو بې برخې دي.

دوی وايي، وسله‌وال طالبان اجازه نه ورکوي چې په دې سیمو کې ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست د واکیسنو د برخې مسؤل سیف‌الدین بارک ازادي راډیو ته وویل، د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دا مهال لسګونه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته دي، او که په دې سیمو کې د پولیو واکیسنو ته اجازه ورنه کړل شي، پر دې ناروغۍ د ګڼو نورو ماشومانو د اخته کیدو وېره شته.

روغتیايي چارواکي وايي،که چیرې په یوه سیمه کې د ګوزڼ یو مثبته پېښه رامنځته شي، او نور ماشومان واکسین شوي نه‌وي، نو په یو ورځ کې په ګوزڼ ناروغۍ د نورو ۲۵۰ ماشومانو د اخته کېدو احتمال شته.

خو وسله‌وال طالبان بیا دا نه مني چې ګني دوی د واکیسنونو مخه نیولي وي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، واکسیناتوران کولی شي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې جومات پر جومات ماشومان واکسین کړي.