مېډل ایست، سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو پر نامعلومې راتلونکې لیکنه کړې

بهرنۍ ورځپاڼې

  • مېډل ایست ای

مېډل ایست ای انلاین خپرونې په سوریه کې د جنګېدونکو افغان ځوانانو پر نامعلومې راتلونکې لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو، په ۲۰۱۴ م کال هغه مهال چې د سوریې په ګڼو سیمو کې خورا سختې جګړې روانې وې، ناببره لومړی سلګونه او بیا زرګونه افغان ځوانان په الوتکو کې دې هېواد ته ورسول شول.

دا افغانان چې په ایران کې د مهاجرو په توګه اوسېدل، ځینې یې لا ۱۴ کلن شوي نه‌وو. په ایران کې دوی ته ویل شوي وو چې په سوریه کې به‌یې مسؤلیت د حضرت پیغمبر د اهل بیت د زیارت د ساتلو اسلامي وجیبه وي.

دوی سوریې ته له رسېدو وروسته د حضرت علي د لور بي‌بي زینب زیارت ته بیول کېدل او له دې سمدستي وروسته د پلازمېنې ګزمې یا د جبهې لومړۍ کرښې ته استول کېدل چې د داعش یا اسلامي دولت پر ضد وجنګېږي. د مېډل ایست ای خپرونې پر اساس، په حقیقت کې دا افغانان چې د فاطمیون په لوا مشهوره وو، د بشاراسد د رژیم د ملاتړ لپاره د ایران له لوري استول شوې ملېشې وې.

اوس کلونه وروسته د سوریې او ایران په بېلابېلو ځایونو کې د وژل شویو افغانانو قبرونه لیدل کېږي.

خو د بشار اسد واکمني ټینګه شوې او له دې سره سره چې زرګونه افغانانو ته د فاطمینو په لوا کې د جنګېدو په خاطر د ایران اقامت ورکړل شوی، دا لوا لا هم لغوه شوې نه‌ده، خو راتلونکې یې نامعلومه ده.

خو د نږدې ختیځ د پالېسۍ لپاره د واشنګټن د انسټټیوټ غړی فلیپ سمیتي وايي، فاطمیون د اسیا په ډېرو برخو کې د سیاسي او فزیکي وړتیا لپاره د تهران د اوږدمهالې ستراتېژۍ برخه ده.

د ده په نظر فاطمیون د افغانستان په شمول هر بل هېواد ته ګواښ پېښولی شي.

مېډل ایست ای د یوې افغان امنیتي سرچینې په قول چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ویلي چې دوی تر اوسه پورې داسې کومه نښه نه‌ده لیدلې چې فاطمیون دې خپله وسله د افغانانو خوا ته نیولې وي.

  • امریکن سپیکټاتر

امریکن سپیکټاتر مجلې د افغانستان لپاره د امریکا د نوي نومول کېدونکي سفیر ویلیم روجر په اړه لیکنه خپره کړې.

مجلې ښاغلی روجر د داسې ډیپلومات په توګه یاد کړی چې امریکا له افغانستانه څخه ایستلی شي.

د نوموړي په اړه مخکې هم په ګڼو لیکنو کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې د امریکا له روانې جګړې سره مخالف دی او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر تر ژره وتلو غوښتونکی دی.

مجله وايي چې روجر به امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم، ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان ووځي، خو امریکايي چارواکي وايي چې دا ژمنه‌یې مشروطه ده.