خلیلزاد: ښایي طالبان د سیاسي هوکړې مخکې دایمي اوربند ونه مني

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وړاندوینه کوي چې طالبان به ښایي یوې سیاسي هوکړې ته تر رسېدو دمخه دایمي اوربند ونه مني.

زلمي خلیلزاد پرون د پي بې اس نیوز اور امریکایې رسنۍ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

هغه وویل: "فکر کوم تاسو سم وایاست چې طالبان به تر هغو یو هر اړخیز او دایمي اوربند ونه مني چې یوه سیاسي حل لاره نه وي موندل شوې او دا په نورو ځایونو کې هم په ورته شخړو کې بې ساری کار نه دی، زه فکر کوم هغوی د تاوتریخوالي کموالی عملي کولی شي او په پام کې به یې ولري البته دا په دې پوري اړه لري چې وړاندیزونه څه دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو سره هممهاله د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې درنې جګړې دوام لري.

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې د روانو جګړو د ډېروالي سره سره د تاوتریخوالي کچه او د ملکي او پوځيانو د مرګ ژوبلې شمېره د پروسږ کال تر همدې مودې پرتله کمه ده.

دغه امریکایې ډیپلومات زیاتوي چې د جګړو د دواړو لورو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو ته اړتیا ده.

په همدې ترڅ کې طالبانو نن په بدخشان او بامیان ولایتونو کې د یو شمېر سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې، خو کره شمېره یې نه ده ښودلې.