ایرانۍ فعالې 'نسرین ستوده' د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه

نسرین ستوده

د بشري حقونو یوې بندي ایرانۍ فعالې نسرین ستوده خپل د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه.

د نوموړي مېړه رضا خاندان نن پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې مېرمنې یې د نازک روغتیایي وضعیت له کبله دا اقدام وکړ.

نوموړي د اګسټ له ۱۱ څخه د تهران په ایوین زندان کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی وو او دلیل یې دا ښودلی وو چې په ایران کې سیاسي بندیان د کرونا ویروس له خطر سره مخامخ دي.

نسرین ستوده د سېپټېمبر پر ۱۹ مه د خراب روغتیایې وضعیت له کبله روغتون ته انتقال شوه خو څلور ورځې وروسته بېرته زندان ته یوړل شوه چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

نسرین ستوده د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په تهران کې له خپله کوره ونیول شوه.

نوموړې د سیاسي بندیانو چې په هغوی کې د جبري حجاب پر ضد اعتراض کوونکي ښځې هم شاملې دي، د دفاع په تور په ۳۸ نیم کاله بند او ۱۴۸ درو وهلو محکومه شوه.

دا باید ۱۲ کاله بند تېر کړي چې په ضمانت د خوشې کېدو شرایط پوره کړي.