افغان چارواکي: ټول هېواد کې لسګونه پراختیايي پروژې پلي کېږي

ارشیف

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې ۲۵۹ پراختیايي پروژې پلي کوي.

د دغو پروژو تړون نن له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت له دوو میلیاردو افغانیو اوړي او په لومړي ځل کوچیان هم ورنه برخمن شوي.

د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په یادو پروژو کې د څښاک د پاکو اوبو، سړکونو، استنادي او محافظتي دېوالونه او د اوبو رسولو د کانالونه جوړول شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، له نویو پروژو به په لرې پرتو سیمو کې ۲ میلیون کسان ګټه واخلي، او له یو نیم میلیون زیاتې کاري ورځې به هم رامنځته کړي.