ډیپلومات افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډیپلومات نشریې په افغانستان کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

د دې مجلې له لیکنې سره سم، د افغانستان حکومت او طالبان غواړي چې د سولې یوه حل لار ومومي، خو له دې سره سره په تاوتریخوالو کې هېڅ‌راز کموالی نه‌دی راغلی.

د دې لیکنې په دوام کې لولو د دواړو خواوو خبرې تر اوسه پورې د طرزالعمل د جوړولو له حده وړاندې نه‌دي تللي. د ډیپلومات خپرونې له مخې، د تاوتریخوالو دوام یو څه په ګوته کوي او هغه دا ده تر څو چې اوربند ونه‌شي، هېڅ‌راز سوله نه‌شته.

له یوې خوا هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته د مرګ‌ژوبلو د اړولو خبر ورکوي، له بلې خوا طالبان د حکومتي ځواکونو د وژنو ادعاوې کوي.

د افغانستان حکومت د قطر په خبرو کې د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان وايي چې باید لومړی د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

ډیپلومات د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پیغام یادونه هم کړې.

ده په دې پیغام کې ویلي چې د افغانستان خلک اوربند ته فوري اړتیا لري او د تاوتریخوالو پای ته رسېدا تر هر شي ډېر د خبرو اترو د پرمختګ چانس زیاتوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د کانکور په ازموینه کې د شمسیې علیزاده اول نمره کېدو ته اشاره کړې.

ورځپاڼې لیکلي، دې نجلۍ په هغه مرکز کې درس وایه چې دوه کاله وړاندې پرې انتحاري حمله وشوه، خو دې بیا هم خپل کار ته دوام ورکړ.

۱۸ کلنې شمسیې علیزاده د شااوخوا ۲۰ زره زده‌کوونکو په منځ کې تر ټولو لوړې نمرې وګټلې او طب پوهنځي ته بریالۍ شوه.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په میوند اکاډمۍ کې چې شمسیه علیزاده درس وایه، تر ۲۰۰ ډېرو زده‌کوونکو د کانکور لپاره تیاری نیوه، خو پر دغه مرکز په ۲۰۱۸ م کال انتحاري برید وشو.

په دې برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش په غاړه واخیست، ۴۰ تنه ووژل شول او تر ۶۰ ډېر نور ژوبل شول.