کابل ورځپاڼو د افغان سولې په بهیر او د جنايي پېښو د زیاتوالي په اړه لیکنې کړي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې په بهیر او په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د جنايي پېښو د زیاتوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې شااوخوا ۱۷ ورځې تېرېږي، خو بیا هم د تماس ډلې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌لیدل کېږي او ورسره دواړو خواوو جګړې تندې کړې.

په سرمقاله کې راغلي، سولې ته د رسېدو لپاره بهتره ده چې د سولې نړیوال بنسټونه د دواړو خواو جګړه‌ییزې کړنې تر ذره‌بین لاندې ونیسي، هغه څوک چې د انسانانو په وړاندې د جنایت مرتکب کېږي، باید تر فشار لاندې ونیول شي، د لیکوال په باور دا کار به له سولې سره مرسته وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د بین‌الافغاني مذاکراتو په درشل کې، د سولې خلاف هر ډول څرګندونې او د جګړو زیاتوالی د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، افغانان او نړیواله ټولنه، په قطر کې ناست د تماس له ډلې په خبرو کې د مثبت پرمختګ تمه لري، هغه تمه چې په تېرو شااوخوا دوو اوونیو کې پوره نه‌شوه.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، په جګړه کې ښکېلې خواوې، باید افغان غمیزې ته په پام په قطر کې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه‌کړي، دوی باید سولې ته د رسېدو لپاره جګړې راکمې کړي او روانو واقعیتونو ته په پام سنجیده ګام واخلي.

نورو ورځپاڼو بیا په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د زیاتېدو په اړه لیکلي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي، له بده مرغه په افغانستان کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی، د لیکوال په اند داسې باور کېږي چې کرار-کرار وضعیت د پولیسو له کنټروله د وتو په حال کې دی.

په سرمقاله کې راغلي، تر کومه چې پولیس له سمتي، سیمه‌ییزو او ګوندي تړاوونو راونه‌وځي، د پولیسو لیکې د شایسته‌سالارۍ په معیار برابرې نه‌شي، وضعیت به همداسې دوام کوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي، کابل ښار په یو غیر علاقه سیمې بدل شوی، ښاریان نه د ورځې او نه هم د شپې د امنیت احساس کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ملي سوداګر به خپلې پانګې له هېواده وباسي چې په ډې سره به د بې‌کارۍ کچه نوره هم لوړه او جنايي پېښې به زیاتې شي.