عمران خان: د هند ملت‌پال حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض ملاتړ کوي

عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په هند کې د هندوانو ملت‌پال حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې پارولو او تبعیض ملاتړ کوي.

عمران خان پرون جمعه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه وویل په هند کې له اسلام څخه د وېرې رامنځ‌ته کول واکمني کوي چې د ده په وینا په دې هېواد کې یې د نږدې ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

عمران خان وویل، د هند حکومت باور لري چې هند یوازې د هندوانو لپاره دی او نور خلک‌یې د انډول حق لرونکي وګړي نه‌دي.

پاکستاني مشرانو پخوا تر دې هم پر کشمیر چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي د ولکې د پراخولو لپاره د هند پر هڅو انتقاد کړی دی.