ناوالني: ژوند مې هغه پیلوټ او صحي پرسونل ژغورلی چې سمدستي مرسته‌یې وکړه

الکسي ناوالني

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني وايي، ژوند یې هغه پیلوټ او صحي پرسونل ژغورلی دی چې له ده سره‌یې سمدستي روغتیايي مرسته وکړه.

ناوالني پر خپل انسټاګرام لیکلي، له ناروغۍ وروسته پیلوټ، الوتکه په چټکۍ سره کېنوله او روغتيايي کارکوونکي سمدستي وپوهېدل چې دی مسموم شوی او ده ته‌یې د مسمومیت ضد درمل ورکړل.

د روسیې د اپوزېسیون ۴۴ کلن مشر په الوتکه کې له سایبریا څخه مسکو ته روان و چې ناڅاپه ناروغه شو او الوتکې په اومسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه.

هغه وروسته برلین ته ولېږدول شو او نږدې دوه اوونۍ یې په بې‌سده حالت کې په روغتون کې تېرې کړې.

جرمني متخصصانو ویلي دي چې ناوالني په نوویچوک ډوله کیمیاوي موادو چې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدل مسموم شوی. ناوالني چې د کرملېن له سرسختو منتقدانو څخه دی اوس‌مهال په جرمني کې دی او روغتیايي وضعیت‌یې ډاډمن بلل شوی.

ډاکتران وايي که د نوموړي وضعیت د اوس په شان په چټکۍ سره ښه شي، نو د ناروغۍ ټولې نښې به‌یې له‌منځه ولاړې شي.