'کابل کې د یو واده په مراسم کې د جګړې پرمهال دوه کسان وژل شوي'

ارشیف

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره شپه په کابل ښار کې د یوه واده په مراسمو کې د جګړې پرمهال دوه کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي پېښه د کابل د پولیسو د پنځلسمې حوزې په اړونده سیمه کې شوې.

ښاغلی ارین شخصي دښمني د دې وژنې علت بللی خو په دې اړه یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

په کابل کې په وروستیو کې جنايي جرمونه ډېر زیات شوي او هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې د انسانو د وژنو او ټپي کېدو راپورونه ورکول کېږي.