عبدالله: طالبان دې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي

د فغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو غواړي چې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي.

نن په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو دوه اوونۍ پوره شوې، خو دواړه لوري تر اوسه د خبرو پر کړنلاره موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې څخه ازادي راډیو ته وویل چې د جګړو دوام خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ تمه له طالبانو دا ده چې جګړه بنده شي او د سولې مذاکرات پر مخ ولاړ شي ځکه وروستیو جګړو او تلفاتو د افغانانو اندېښنې راپارولې دي."

په پام کې ده د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو په اړه بحث وکړي.

د مصالحې عالي شورا ویاند ښاغلی خوځون وايي، د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان ونډه مهمه ده.