د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو نامتو مدافع وکیل وژل شوی

پولیسو نن وویل، پر بابر قادري پرون ماښام دوو نا پېژنده وسله والو ډزې وکړې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو نامتو مدافع وکیل ووژل شو.

پولیسو نن وویل، پر بابر قادري پرون ماښام دوو نا پېژنده وسله والو ډزې وکړې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.

د قادري خپلوانو ویلي، بریدکوونکي د موکل په نوم د ده کور ته ورغلي او کله چې هغه له دروازې راوځي، ډزې پرې کوي.

بابر قادري د کشمیریانو د حقونو یو ښکاره ملاتړی و او تل یې د دغې سیمې د خپلواکۍ غوښتنه کوله.

نوموړی په دې اړه بحثونو کې کله نا کله د هند په ټلویزیوني بحثونو کې را څرګندېده.

د کشمیر په جګړه کې لسګونه زره ملکیان، اورپکي او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.