د تخار پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله

ارشیف

د تخار ولايت پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د تخار د امنيې قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې، د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم تر ۴۲ لېټرو ډېر کېمياوي مواد چې په پام کې وه د موټر په وسيله له کندز ولايت څخه تخار ولايت ته قاچاق شي، د تخار پولیسو ونيول.

د يادونې وړ ده چې د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم کېمياوي مواد له بهر څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.