چارواکي: کابل کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول

ارشیف

په کابل ولايت کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول.

د ټابليټ کا په نوم اوولس زره او ۲۵۵ نشه يي ګولۍ چې په پام کې وه د موټر په وسيله له ختيځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، د پلچرخي په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شوې.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي ګوليو په تور دوه نفره هم نيول شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز رسنیو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په لومړۍ، لسمه او يوولسمه حوزه کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې په مجموعي ډول د ۱۳۷ بوتلو شرابو تر څنګ، تر څلورو کيلوګرامو ډېر بېلابېل نشه يي مواد او تر۳۲ زرو ډېر ډالر او درې لکه افغانۍ هم نيولي دي.

د قاچاقو د دې پېښو په تړاو څلور تنه هم نيول شوي دي.