چارواکي: پکتیا کې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیا کې افغان ځواکونه

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې ۶۵ وسله‌وال طالبان په وازې خوا ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د برید پر مهال وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه ناوخته د وازې خوا ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ییزې حملې وکړې، خو د ده په وینا د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي حملو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

ښاغلی ارین په جګړه کې د ۳ پولیسو د مړینې او د شپږو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.