'ارزګان کې د افغان ځواکونو ځوابي حمله کې ۱۲ طالبان وژل شوي'

ارشیف

د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دهراوود ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان روزي خان همکار ازادي راډيو ته وویل دا وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې د لنډياني سیمې پر امنیتي پوستو یې برید وکړ.

نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې پنځه نور طالبان او دوه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

روزي خان وايي چې اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې د دې جګړې له کبله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.