د احصائیې ملي اداره: الکترونیکي تذکره کې د مور نوم لیکل اختیاري دی

الکترونیکي تذکړه

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د الکترونیکي تذکرې په پاڼه کې د مور نوم لیکل اجباري نه‌دي او که څوک‌یې ونه‌غواړي، دا کار نه‌کېږي.

د دې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې وړاندې هم په ډیټابېس یا د معلوماتو په ذخیره کې د مور نوم لیکل کېده، خو اوس د نوي قانون پر بنسټ، د هر شخص د خوښې پر بنسټ، د مور نوم د الکترونیکي تذکرې په لومړۍ صفحه لیکل کېږي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، دوی تر اوسه نږدې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشلي او دا ټولې با اعتباره یا د باور وړ دي، خو یو شمېر هغه کسان چې له وړاندې یې تذکرې اخیستي، مګر غواړي د مور نوم په‌کې ولیکل شي، ژر به هغوی ته د نویو تذکرو د ورکړې بهیر هم پیل شي.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې د وګړو د احوال او ثبت په قانون کې د تعدیل پر بنسټ، په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم لیکل تصویب کړل.