روحاني: ایران د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌ده

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، هېواد یې د امریکا انتخاباتو او د دې هېواد د داخلي پالېسۍ د چنې وهلو وسیله نه‌ده.

روحاني دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې او ویې‌ویل چې متحده ایالات پر ایران نه خبرې او نه هم جګړه تپلی شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌یو. هر دولت چې په امریکا کې انتخابېږي، هغه به په ناچارۍ د ایران ستر ملت ته تسلیم شي."

متحده ایالاتو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران پر دفاع وزارت او د دې هېواد په اټمي پروګرم کې ښکېلو یو شمېر نورو ادارو نوي بندیزونه ولګول.

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې تر بندیزونو لاندې ژوند کول سخت، خو د ده په وینا له خپلواکۍ پرته ژوند کول تر هغه هم سخت دی.