خلیلزاد: د سولې خبرو کې د ښځو او بشري حقوق د امریکا لپاره ډېر مهم دي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقوق د متحده ایالاتو لپاره ډېر مهم دي.

ښاغلي خلیلزاد پرون د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان ښځو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی په خوا کې به وي.

ده وویل: "د افغانستان د وګړو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او د اقلیتونو، زموږ یو له مهمو لومړیتوبونو او زموږ د ګټو او ارزښتونو جز دی. موږ د دغو ارزښتونو او ګټو د ساتنې او پیاوړي کېدو لپاره ژمن یو."

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې د دې کمېټې څو غړو په تېره ښځو د سولې د خبرو له ترسره کېدو وروسته د ښځو د لاسته راوړنو او د هغوی د حقونو د خوندي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې.

له دې مخکې افغان ښځو هم د کار او زده‌کړې د حق په ګډون د خپلو څو کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو ټینګار کړی دی.