ټرمپ: افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوم او ځواکونه به راستانه کړم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به بېرته وطن ته ستانه کړي.

ښاغلی ټرمپ وایي، متحده ایالات به د سولې راوستونکي هېواد په توګه خپل مسؤلیت پر ځای او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې پرون د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، وکړې.​

ټرمپ وویل: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو، متحده ایالات هم پر دې کار کوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او موږ خپل ځواکونه بېرته کورته راستانه کړو. امریکا د سولې راوستونکي په توګه زموږ برخلیک ټاکي، خو دا سوله له یوه پیاوړي دریځه ده."

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دا ژمنه بیا داسې مهال تازه کوي چې په قطر کې د جګړې د دوو مهمو لورو، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې پیل شوې دي.

قطر کې د سولې خبرې

دغو خبرو ته چې تر اوسه په ابتدایي مرحله کې دي، وروسته له هغې زمینه برابره شوه چې متحده ایالاتو د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه له طالبانو سره یو تړون وکړ.

د دغه تړون له مخې متحده ایالات د طالبانو د یو شمېر ژمنو په بدل کې له افغانستانه خپل ټول سرتېري په ۱۴ میاشتو کې باسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه چې هغه به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

ګوترش وایي، د سولې هر اړخیزه پروسه چې د ښځو په ګډون د ټولنې یو شمېر نور لوري په‌کې شامل وي، په افغانستان کې د دایمي حل‌لارې هیلې زیاتوي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې، د افغانستان د سولې د خبرو پیلېدل یو مهم پرمختګ (د عطف ټکی) دی چې له کلونو هڅو وروسته به یوه جامع او تلپاتي اوربند ته رسېدل په اجندا کې وي. د سولې هر اړخیزه پروسه چې په‌کې ښځې، ځوانان او د جګړې قربانیان د پام وړ استازیتوب لري، د یوې دایمي حل‌لارې ډېره هیله زیاتوي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ارګ خپره کړې، د ملګرو ملتونو له غړو وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي غني بیا پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي، خو طالبانو ویلي چې اوس نه، بلکې د خبرو په دوام کې به پر اوربند غور وکړي.