د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو له عبدالله سره پر سولې وغږېدل

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پر پرمختګونو خبرې وشوې.

د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په کابل کې ولیدل.

ښاغلي عبدالله پرون دوشنبه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پر پرمختګونو خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د غونډې له ګډونوالو سره‌یې د سولې پر راتلونکو اقداماتو خپل نظر او د قطر پلازمېنې دوحې ته‌يې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات شریک کړل.

د دې ټويټ پر اساس، د نړیوالې ټولنې استازو د افغانستان د سولې له خبرو سره بشپړه ملاتړ څرګند کړ او یو ځل بیا یې د تاوتریخوالي د کمېدو او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.