افغانستان کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي

د غنمو د پاکولو پروسه

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د یوې ګډې سروې پایله ښیي چې روان کال په دغه هېواد کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دغو حاصلاتو ۴.۰۳ میلیون مټریک ټنه‌یې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټڼه‌یې له للمي کروندو څخه اخیستل شوي دي.

دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې شوې ده.

ښاغلی رستمي وایي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وازرت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د ګډې سروې پر بنسټ تېر کال د غنمو د تولید کچه ۴.۹ میلیون ټڼه وه چې سږني حاصلات نږدې ۲۰۰ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.

د تېر کال په پرتله په روان کال کې د غنمو د ټولیز تولید د کچې د زیاتوالي لامل د غنمو د کروندو زیاتېدل او د للمي کروندو د تولیداتو زیاتوالی دی.

تخار، هرات، کندهار، هلمند، کندز او غزني په ترتیب سره په روان کال کې تر ټولو زیات د غنمو حاصلات لري.

دغه‌شان پنجشېر، نورستان، غور، پکتیا، نیمروز او کاپیسا په ترتیب سره تر ټولو لږ غنم تولید کړي دي.