خلیل‌زاد د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی دی.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی چې د تأسف خبره ده او د ګڼ شمېر ملکیانو په ګډون افغانان په‌کې وژل کېږي."

ده وړاندې لیکلي، دې ته په پام چې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، نو اړینه ده چې ټول اړخونه تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

په دې وروستیو ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو د ملکیانو او دولتي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د پکتیکا په جاني‌خېلو او د کندز خان‌اباد کې د ماین چاودنې او هوايي برید له کبله چارواکو د ۴۰ ملکیانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ.