د واشنګټن د وروستي اقدام پر وړاندې د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده

تهران د واشنګټن د هغه اقدام پر وړاندې چې د ملګرو ملتونو له‌خوا پر دې هېواد ټول لګېدلي بندیزونه‌یې له خپل لوري په یو اړخیز ډول لګولي، غبرګون ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن یکشنبه په تهران کې په یوه خبري غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د واشنګټن د خپل‌سرو اقداماتو پر وړاندې لاس یو کړي او په یوه غږ خبرې وکړي.

متحده ایالاتو له دې مخکې هم پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو د دوام لپاره امنیت شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې وه، خو دې شورا ونه‌منله.

د امریکا اروپايي متحدانو پر ایران د واشنګټن د نویو بندیزونو پر اغېزمنتوب شک ښودلی، خو له دې سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبه پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه چې ناڅاپي کلک ګوزار بلل کېږي اعلان کړل او د بندیزونو د سرغړواي په وړاندې د اقدام خبرداری یې ورکړ.