د ایران ولسمشر امریکا ته ګواښ وکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ کړی چې که امریکا له زوره کار واخلي دوی هم کلک ځواب ورکوي.

د روحاني خبرې یکشنبه دولتي ټلویزیون خپرولې.

هغه وویل امریکا پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو کې له ناکامۍ سره مخامخ ده.

روحاني داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې امریکا اعلان کړی په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا لګوي چې د برجام په خاطر ترې لرې شوي و.

که څه هم له ایران سره د اټومي تړون پاتې غړیو د امریکا دا کار نه دی منلی خو رویټرز اژانس راپور ورکړی چې امریکا به دوشنبه د ایران د راکټي پروګرام مرتبط لسګونه کسان په بندیزونو کې شامل کړي.

اکثر نړیوال شرکتونه د امریکا د بندیزونو له ویرې له ایران سره سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د ایران اقتصاد د امریکا د پرله پسې بندیزونو په سبب ځپل شوی.

تازه یکشنبه د تومانو په وړاندې د ډالرو بیه ډېره پورته ولاړه او یو ډالر په ۲۷ زره او درې سوه تومانو ته پورته شو چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي.