چارواکي: طالبانو د ماینونو د ایښودلو له لارې ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې

ارشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د ماینونو د ایښودلو له لارې ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبانو د ماینونو ایښودلو له لارې د ملکي مرګ ژوبلې کچه زیاته کړې چې هره ورځ له دې لارې عامو وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي.

طارق ارین دغه څرګندونې ورسته له هغې کوي چې د شنبې په ورځ د پکتکیا ولایت په ولایت په جانیخیلو ولسوالۍ کې د کوچیانو په واده کې پر یو تراکتور چې ناوې، ښځې او ماشومان هم په کې وه په ماین چاودنې ۲۰ کسان ټبیان شول چې په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د خبر له مخې یو ماشوم د ورسته سختو تپونو له امله مړ شوی دی.

خو ښاغلي ارین وايي، چې امنیتي ځواکونو یوازې په تېره یوه میاشت کې۲۰۰ ماینونه شند کړي دي.

طارق ارین

هغه زیاته کړه: "طالبانو د ماینونو اېښودلو له لارې تل زموږ هېوادول په نښه کړې د دوی د ایښودل شویو ماینونو له لارې زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او تېره یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو لخوا ټول هېواد کې لږ تر لږه ۲۰۰ ماینونه شنډ شوي دي."

ښاغلي ارین د شنبې په ورځ خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي، یوازې په همدې ورځ د پکتیکا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ او مزار شریف ښار کې د طالبانو لخوا ځاي په ځای شویو ماینونو کې ۱۵ کسان وژل شوي.

د راپورونو له مخې د پکتیکا ولایت چاودنه کې د یاد ولایت د امنیت امر محمد اصف توخي وژل شوی او د ځانګړو ځواکونو قومندان خانزاده کاروان ټپي شوی دی.

تېره ورځ د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې هم د ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په دې ورستیو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو نېږدې هرو ورځ د ماین چاودونو د پېښو او له امله یې د امنیتي خواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

په یو شمېر خبرونو کې بیا راځي چې طالبان په خپلو خښ کړو ماینونو خپله الوتي چې مرګ ژوبله یې هم ور اړوي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د روان لمریز کال تېرو شپږو میاشتو کې د ۴۷۷۶ ماینونو کشف او شنډ خبره کوي.

د دې وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دا ماینونو د ولایتونو ترمنځ د لویو او د عامو وګړو د تګ راتګ لارو کې اېښودل شوي وو.

روح الله احمدزی

ښاغلی احمدزی ادعا کوي، چې ماینونه او چاودېدونکي توکي کارول د طالبانو جنګي تکتیک دی چې وروستیو کې زیات شوی دی.

په دې اړه مو وغوښتل چې د طالبانو نظر هم واخلو خو بریالي نشوو.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ماینونو له لارې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښیي.

د دې کمېسیون د خپرونو رییس ذبیح الله فرهنګ وایي، د جګړې تکتیک د ماینونو په ایښودلو لا خطرناک شوی چې قربانیان یې تر ډېره ملکي وګړي دي.

ذبیح الله فرهنګ

نوموړي زیاته کړه: "هغه څه چې ډیر د اندېښنې وړ دي هغه دا دي چې مقناطیسي ماینونو تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې د ډيروالي لامل شوی، د نظامي او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه کېږي چې دا د له خطرناکو نظامي تکتیکونو څخه دی چې د دولت مخالفو ډلو لخوا ترسره کېږي."

له دې وړاندي د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور کې چې د روان میلادي کال لومړنیو شپږو میاشتو په اړه و ویلي و چې یاده موده کې د ماین چاودنو په پېښو کې ۲۵۹ کسه وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي.