امریکا په یو اړخیز ډول د ایران پر ضد د ملګروملتونو ټول بندیزونه ولګول

مایک پومپیو

د امریکا متحدو ایالتونو په یو اړخیز ډول د ایران پر ضد د ملګروملتونو ټول بندیزونه ولګول.

امریکا دا پرېکړه له دې سره سره وکړه چې د بندیزونو پر اغېزمنتوب د شک په خاطر د متحدو ایالتونو نژدې اروپايي متحدانو ورسره مخالفت وکړ.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پر ایران د ملګروملتو بندیزونه، چې «ناڅاپي کلک ګوزار» بلل کېږي، اعلان کړل او د بندیزونو د سرغړواي په وړاندې یې د اقدام خبرداری ورکړ.

امریکا تر دې وړاندې پر ایران د بندیزونو د دوام لپاره امنیت شورا ته طرحه وړاندې کړې وه خو دې شورا ورسره موافقه ونه کړه.

ایران مخکې ویلي و چې که بندیزونه یې، چې په اکټوبر میاشت کې پای ته رسېږي، تمدید شول، له اتومي موافقې څخه به ووځي.