د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی دی.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته او باید له دې بې ساري فرصته ګټه واخیستل شي.
۱/۳ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار شوی. /https://t.co/XkyzHUDDCZ
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 19, 2020
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې هرکلی کړی چې په هغه کې یې د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، ملي یووالي او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.
امنیت شورا په دې اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه، وویل، په افغانستان کې ټینګه سوله د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د افغانانو ترمنځ د ټولشموله خبرو په نتیجه کې راتلای شي.