افغانستان کې سږ کال د انارو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

کندهار، فراه، بلخ او کاپیسا هم هغه ولایتونه دي چې د کرنې وزارت په وینا، سږ کال په کې د انارو حاصلات ډېر دي.

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، سږ کال په دغه هېواد کې د انارو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د نورو ولایتونو ترڅنګ هلمند کې هم، چې د کوکنارو په کرکیله مشهور دی، سږکال د انارو باغونه ډک وو.

هغه زیاته کړه: "سږکال د هلمند د انارو حاصلات اته ویشت زره متریک ټنو ته رسېدلي دي، په ټوله کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۲ سوه هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي."

کندهار، فراه، بلخ او کاپیسا هم هغه ولایتونه دي چې د کرنې وزارت په وینا، سږ کال په کې د انارو حاصلات ډېر دي.

یوازې کندهار کې ۱۹۰ زره ټنه انار ټول شوي چې د تېرکال پرتله لس فیصده زیاتوالي ښيي.

د چارواکو په خبره د کرنیزو برنامو پلي کول، بڼوالو ته روزنه ورکول او د باغونو ډېروالی د انارو په تولید کې د زیاتوالي لاملونه دي.