د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني: په نویچوک زهري موادو مسموم شوی یم

ناوالني پر خپل انستاګرام دا انځور هم خپور کړی چې ښيي د برلین په روغتون کې له زینې ښکته کېږي

د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني ویلي، له مسمومېدو وروسته یې د رغېدو لاره ( معلومه) شوې، خو زیاته کړې ده چې ډېر وخت به ونیسي.

نوموړي پرون پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې په نویچوک زهري موادو مسموم شوی دی.

ناوالني پر خپل انستاګرام داسې انځور هم پوست کړی چې ښيي د برلین په روغتون کې له زینې ښکته کېږي.

نوموړي ویلي، لاهم په زینو کې په سختۍ تګ کوي او پښې یې لړزېږي.

ناوالني د اګسټ په شلمه په سایبریا کې ناروغ شو چې بیا وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

د جرمني دولت ویلي، خپلواکو لابراتوري معایناتو ښودلې چې هغه په زهري موادو مسموم شوی، خو روسیې دا راپورونه بې بنسټه بللي دي.